پنجشېر (شال نیوز) : په پنجشېر کې د طالبانو والي محمدآغا حکیم له دیني عالمانو غوښتي چې له جوماتونو او منبرونو څخه د ځوانانو د پوهاوي لپاره کار واخلي او هغوی د طالبانو له مخالفو ډلو سره له یوځای کېدو راوګرځوي.

 

محمدآغا حکیم دا خبرې د اکتوبر پر شپږمه په پنجشېر کې د شاوخوا ۵۰۰ دیني عالمانو یوې غونډې ته کړې دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، غونډه د اوسني نظام د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.

 

حکیم وویل، دیني عالمان باید د طالبانو د مخالفانو نظرونه او دریځونه خلکو ته تشریح کړي، څو د هغه په وینا، خلک د «حق او باطل» ترمنځ توپیر وکړای شي. هغه منبر د خلکو د پوهاوي مهمه وسیله وبلله او له عالمانو یې وغوښتل چې په دې برخه کې فعال پاتې شي.

 

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې حکیم په خپله وینا کې د تېرو شلو کلونو پر مهال افغانستان ته د «لوېدیځو مفکورو» د راتګ خبره هم کړې او ویلي یې دي چې دیني عالمان باید ځوانان له هغو فکرونو او فعالیتونو لرې وساتي چې طالبان یې د بهرنیو دسیسو او استخباراتي موخو برخه بولي.

 

په همدې غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ اعلان کړی او د باختر د راپور له مخې، د اوسني نظام پر ضد یې هر ډول حرکت «بغاوت» بللی دی.

 

پنجشېر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وسله‌وال مخالفت له مهمو مرکزونو څخه پاتې شوی دی. د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د پنجشېر دی او د هغه ډله د طالبانو پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو خبرونه خپروي.

 

د طالبانو مخالفې سرچینې او منتقدان د واک انحصار، د سیاسي ګډون محدودیت او د مدني ازادیو بندیزونه د نارضایتۍ له لاملونو بولي. طالبان بیا وسله‌وال مخالفان د هېواد د امنیت پر ضد ډلې بولي او ټینګار کوي چې د دوی حکومت په ټول افغانستان واک لري.