شمالي وزیرستان / مستونګ (شال نیوز) : پاکستاني امنیتي سرچینې وايي، په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کي په جلا عملیاتو کي ۱۸ وسله وال وژل شوي دي، چې ۱۳ یې په شمالي وزیرستان او پنځه نور په مستونګ کي وژل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، په شمالي وزیرستان کي د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات شوي او د وسله والو د تګ راتګ تر څارنې وروسته د هغوی پر پټنځایونو کارروایي شوې ده. سرچینې وايي، په دې عملیاتو کي ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
په بلوچستان کي بیا امنیتي ځواکونو د مستونګ په سیاپشت او کلي ګشتري سیمو کي عملیات کړي دي. امنیتي سرچینې وايي، د ډزو په تبادله کي پنځه وسله وال وژل شوي او له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
پاکستاني چارواکي په شمالي وزیرستان کي د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله والو ته «فتنه الخوارج» او په بلوچستان کي بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله والو ته «فتنه الهندوستان» اصطلاح کاروي.
تر اوسه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه تفصیل نه دی خپور شوی او د وسله والو ډلو له لوري هم د دې تازه عملیاتو په اړه خپلواک غبرګون نه دی مخې ته راغلی.


شال نیوز