کابل (شال نیوز) : د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون د اکتوبر پر اوومه په کابل کي پیلېږي، چې د افغانستان ترڅنګ به د څه باندې ۲۰ هېوادونو سوداګر او استازي پکي ګډون وکړي.
د نندارتون تنظیموونکي وايي، دا نندارتون د کابل په نړیوال نندارتون مرکز کي جوړېږي او اووه ورځې به دوام وکړي. موخه یې د افغانستان د کورنیو تولیداتو او محصولاتو معرفي کول او له سیمې او نورو هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له ایرانه یو ۱۸۰ کسیز سوداګریز پلاوی هم کابل ته ورځي او د یو شمېر نورو هېوادونو سوداګر او د کاروبار استازي به هم په نندارتون کي برخه واخلي. دا نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ جوړېږي.


شال نیوز