په بنو کې ژغورنې ادارې، ريسکيو ۱۱۲۲، د ضلعې په ښوونځيو او کالجونو کې د لومړنۍ طبي مرستې (فرسټ اېډ) د روزنې يو نوی پروګرام پېل کړی دی، چې موخه يې د زده کوونکو د بېړنيو حالاتو پر مهال د عملي مهارتونو لوړول دي.
د چارواکو په وينا، د پروګرام په لومړي پړاو کې په پینل هايي سکول کې زده کوونکو ته عملي روزنه ورکړل شوه ، چې پکې هغوي ته د پېښو پر مهال د فوري غبرګون، ټپيانو ته د لومړنۍ طبي مرستې ورکولو طريقې او د خوندیتوب بنیادي تدابير وروښودل شول.
په دغه موقع د پوښتنو او ځوابونو ځانګړې ناسته هم ترسره شوه، چې زده کوونکو پکې د بېلابېلو بېړنيو حالاتو په اړه خپلې پوښتنې وکړې.
د پينل هايي سکول اينډ کالج پرنسپل ،فيډريک فرحان داس، وويل چې د انسانيت خدمت د ټولو ګډ مسولیت دی او د نوي نسل لپاره د فرسټ اېډ زده کړه له ځانګړې اهميت څخه برخمنه ده.
د ريسکيو ۱۱۲۲ چارواکو ټينګار کړی چې د دې پروګرام اساسي هدف دا دی چې ځوانان د هر ډول بېړني حالت پر مهال اغېزمن او فوري رول ادا کولو جوګه شي.

صفدر داوړ