د پېښور انسټیټیوټ آف کارډیالوجۍ روغتون کې ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د اېنډوسکوپک طریقي له لارې د زړه یو پېچلی اپرېشن په بریالیتوب ترسره کړی دی، چې پکې د یو ۳۷ کلن مریض د زړه والونه او سوری دواړه سم کړی شوي دي۔

 

د عملیاتو نه وروسته مریض ،فیاض خان، وایي چې د هغه د روغتیا وضعه ښه ده او د اپرېشن څو ساعته پس بېرته په خپله د ګرځېدو جوګه شوی دی. هغه وایي: “بېګاه زما د زړه اپرېشن وشو، بغیر له دې چې سینه مې وڅیرلی شي یا هډوکي مې مات شي، او نن زه پخپله ګرځېدی شم. داسې احساس کوم لکه نوی ژوند چې راکړل شوی وي.”

 

 

د عملیاتو نه څو ساعته پس ناروغ پخپله ګرځي

 

 

د زړه د عملیاتو سرجن ډاکټر مجیب داوړ وایي، چې په دې نوې طریقه کې د مریض سینه په بشپړه توګه نه څیرل کېږي، بلکې د وړو اوزارو او کېمرو په مرسته عملیات ترسره کېږي. د هغه په وینا، د مریض د زړه دواړه والونه خراب وو او یو لوي سوری پکې هم موجود و، چې د طبي ډلې په هڅو په بریالي ډول سم کړی شول.

 

ډاکټران وایي چې دا طریقه د روایتي عملیاتو په پرتله زیاتې ګټې لري. د دوي په وینا، مریض ته کم درد رسېږي، وینه لږه ضایع کېږي او د رغېدو موده هم کمه وي.

 

 

ډاکټران د عملیاتو په مهال

 

 

د روغتون د انتظامیې له مخې، دا پېچلی اپرېشن د ماهر ډاکټرانو او طبي عملې په ګډ کار ترسره شوی او هدف یې دا دی چې د نړیوال معیار درملنه د صوبې خلکو ته په خپل کور کې برابره شي.

 

انتظامیه زیاتوي چې دا عملیات د صحت کارډ پروګرام له لارې وړیا ترسره شوي او مریض د اپرېشن څو ساعته وروسته د ګرځېدو جوګه شوی دی، چې دا د دې طریقي د بریا یو مهم ثبوت بللی کېږي۔