د خېبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په ټل تاڼه کې د ۱۱ کلن ماشوم د وژنې او پرې د مبینه ډله‌ییز جنسي تېري په قضیه کې پولیسو د مهم پرمختګ دعوه کړې او وايي چې مرکزي تورن کس یې نیولی دی.

 

د ضلعې پولیسو مشر (ډي پي او) ،طارق حبیب، په ټل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ماشوم ،محمد شاه، د درېو کسانو له خوا د دوستۍ په پلمه یوې کوټې (بېټک) ته بوتلل شوی و، چېرته چې د مبینه جنسي تیري وروستو ووژلی شو.

 

د پولیسو په وینا، د ماشوم مړی د اپرېل په ۳۰مه نېټه د یوې نهر غاړې ته غورځول شوی و. ډي پي او وویل چې د پلټنو پر مهال مرکزي تورن ،حسن، چې د پېښور اوسېدونکی دی، نیول شوی او د نورو دوو تورنو دلشاد او امان د نیولو لپاره چاپې روانې دي.

 

طارق حبیب زیاته کړه چې نیول شوي تورن په لومړنیو پلټنو کې د جرم اعتراف کړی، خو پولیس وايي چې نورې پلټنې لا هم دوام لري او هڅه کوي د پېښې ټول اړخونه روښانه کړي.

هغه د ټل تاڼې د پولیسو او د پلټنو د ټیم د کار ستاینه وکړه او ویې ویل چې هغوي په لنډ وخت کې د قضیې په هوارولو کې مهم پرمختګ کړی دی.

 

ډي پي او دا هم وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، درې واړه تورن کسان د “آئس” نشې کاروونکي دي. هغه له والدینو غوښتنه وکړه چې د خپلو ماشومانو پر فعالیتونو نظر وساتي او ځوان نسل له نشیي موادو څخه وساتي.

پولیسو ټینګار کړی چې د پېښې نور اړخونه به د روانو پلټنو په ترڅ کې روښانه شي.