د سویلي وزیرستان په شکۍ تحصیل کې د ضلعي انتظامیې او ضلعي سپورټس دفتر په همکارۍ د ټول پاکستان دلاور خان میموریل فوټبال ټورنمنټ پایلوبه ترسره شوه. په پایلوبه کې پښتون فایټر وانا او چشمه ګرین میرانشاه کلب مخامخ شول، چې پښتون فایټر وانا لوبه د ۲ـ۱ ګولونو په توپیر وګټله او د ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه. د لوبې په پای کې د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته نغدي جایزې، د لوبې کټونه او ټرافۍ ورکړل شوې.


ظفر وزير