په چارسده کې د جمیعت علماء اسلام (ف) د ضلعي جنرل کونسل یوې مهمې غونډې د مشهور دیني عالم ،شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس، د وژنې په قضیه کې د پولیسو پر پلټنو سخته ناخوښي څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی دی چې که په قضیه کې پرمختګ ونه شو، نو دوي به په پراخه کچه احتجاجي تحریک پېل کړي.
دا غونډه چې ،د مې په ۷مه، په جامع محمودیه ترنګزو کې د ضلعي امیر مولانا ډاکټر الهي جان په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د مولانا ادریس پر مړینه او د پولیسو په فعالیت په تفصیل سره خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو وویل چې د پېښې نه درې ورځې تېرې شوې خو تر اوسه پورې پولیسو او نورو اړوندو ادارو په قضیه کې کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې. د جمیعت جنرل کونسل په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې که د جمعې د ورځې پورې د ملزمانو په نیولو کې پرمختګ ونه شو، نو د ګوند ضلعي اداره به خپله مخکې نه اعلان شوې احتجاجي تګلاره عملي کړي.
د جمیعت مشرانو خبرداری ورکړ چې د دیني عالمانو په نښه کول او پر هغې د حکومت او امنیتي ادارو خاموشي نور ورته د منلو نه ده. دوي وویل چې که قاتلین ونه نیول شول، نو دا احتجاجي تحریک به یوازې تر چارسدې محدود پاتې نه شي، بلکې ټول هېواد ته به وغځول شي.
د غمرازۍ لړۍ او د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د خلکو ګډون
بل لور ته په ترنګزو کې د مولانا محمد ادریس د مړیني په اړه د تسلیت او غمرازۍ لړۍ په درېیمه ورځ هم روانه ده. د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه په زرګونو مینوال، دیني عالمان او سیاسي مشران د هغه کور ته د دعا لپاره ور روان دي.
په دغو مراسمو کې د خیبر پښتونخوا د چیف سیکرټري شهاب علي شاه ترڅنګ، د جمیعت مرکزي ستر سکرټر مولانا عبدالغفور حیدري، صوبایي مشر عطاء الحق دروېش، د حقانیې مدرسې مشر مولانا انوار الحق او ګڼو نورو وفاقي او صوبایي وزیرانو او استازو ګډون وکړ او د مرحوم کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړ.

شال نیوز