د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې سوداګرو او عامو خلکو په ملاکنډ ډویژن کې د ټیکسونو لګولو پر ضد احتجاج کړی دی. مظاهره کوونکو خبرداری ورکړی چې که حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو احتجاجونه به پراخ کړي. د ال ټریډ یونین بشام غړي وايي د ټیکسونو لګول ورته د منلو وړ نه دي. د سوداګرو په وینا، که غوښتنې یې ونه منل شي، د اکتوبر پر ۷مه به د سوات موټروې د بندولو لپاره احتجاج وکړي او وروسته ښايي د قراقرم پر لویه لار هم پرلت ووهي. نور تفصيل د شال نيوز خبريال عرفان حسين علي په ويډيويي راپور کې