مسکو (شال نیوز) : د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي، د افغان ښځو، سیاستوالو او مدني ټولنې له رښتیني ګډون پرته د افغانستان په اړه سیمهییزې هڅې نه شي کولای د یوه پراخ او دوامدار سیاسي بهیر استازیتوب وکړي.
کوفي دا څرګندونې په مسکو کي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ د اتمې غونډې په تړاو کړې دي. هغې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره باید له موقتي هڅو هاخوا د هېواد اساسي سیاسي مسئلې ته پام وشي.
د کوفي په وینا، افغانستان داسې یوه ټولګډونه او باوري سیاسي بهیر ته اړتیا لري چې د خلکو پر اراده ولاړ حکومت ته لاره هواره کړي او د ښځو حقونه پکې خوندي وي.
هغې له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د سیاسي ستونزې د حل لپاره د یوه پراخ بهیر ملاتړ وکړي.
د روسیې په پلازمېنه مسکو کي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه روانه ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم په غونډه کي ګډون لري.
پاکستان په غونډه کي د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ ګډون کړی دی. په کابل کي د پاکستان شارژدافېر عبیدالرحمن نظاماني هم د پلاوي برخه دی.
تمه ده چې په غونډه کي د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضعیت، سیمهییزو اړیکو او د کابل او اسلاماباد ترمنځ پر روان کړکېچ هم خبرې وشي.


شال نیوز