کابل (شال نیوز) : د افغانستان د ښځو «فانوس ازادي» غورځنګ د سپټمبر ۲۱مې، د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کي د تلپاتې سولې لپاره د ښځو او نجونو حقونو، عدالت او ازادۍ ته درناوی ضروري دی.

 

غورځنګ په یوه اعلامیه کي ویلي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده کړو، کار، ازاد تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کي له ګډون څخه له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

 

په اعلامیه کي ویل شوي:

 

«ریښتینې سوله د ظلم پر وړاندې چوپتیا نه ده؛ ریښتینې سوله د وېرې، ځپنې او تبعیض پای ته رسول دي.»

 

«فانوس ازادي» ویلي، د افغانستان د سولې په هر ډول هڅو کي باید د ښځو غږ واورېدل شي او د هغوی حقونه او انساني کرامت د سیاسي معاملې برخه ونه ګرځول شي.

 

غورځنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه چوپه پاتې نه شي او د داسې سولې ملاتړ وکړي چې عدالت، ازادي او د ښځو او نارینه وو برابر حقونه پکي خوندي وي.

 

طالبانو تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کي خوندي دي، خو پر نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او پر ښځو د کار ګڼ محدودیتونه لا هم پر ځای دي.