ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت ویلي، په ګوادر کي به د اوبو، سړکونو، تعلیم، سپورټ او نورو ښاري اسانتیاوو روانو پروژو ته لومړیتوب ورکوي او د بشپړولو کار به یې چټکوي.

 

دا پرېکړه د صوبايي پلاننګ او ډېولپمنټ وزیر میر ظهور بلیدي په مشرۍ د ګوادر ډېولپمنټ اتهارټۍ په غونډه کي شوې ده. په غونډه کي د ښار د اوبو حالت، روانې او بشپړې شوې پروژې، د راتلونکو کارونو لپاره د پیسو اړتیا او د ادارې کارونه وڅېړل شول.

 

چارواکو ویلي، د زاړه ګوادر د بیارغونې په کارونو کي سړکونه، کوڅې، بازارونه، تعلیمي ادارې، هدیرې، عیدګاوې او ټرافیکي څلورلارې شاملې دي.

 

د ګوادر ډېولپمنټ اتهارټۍ وايي، دا مهال د شاوخوا ۲۵۰ کیلومتره سړکونو، ۳۱ کیلومتره سیوریج، ۲۳ کیلومتره د باراني اوبو ویالو، درې سټېډیمونو، درې پارکونو، د جي ډي اې سکول، روغتون او فش لېنډنګ جیټي د ساتنې مسولیت هم ورسره دی.

 

حکومت ویلي چې اړوندو پروژو ته به د اړتیا له مخې پیسې لومړیتوب سره ورکول کېږي، خو د هرې پروژې لپاره جلا نوې بودیجه او د بشپړېدو کره نېټه لا نه ده اعلان شوې