خضدار / سوراب (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت د این-۲۵ لویې لارې پر هغو برخو دفعه ۱۴۴ لګولې چې د سوراب، خضدار او وډ له سیمو تېرېږي.
د بلوچستان د کورنیو چارو محکمې په خبرتیا کي ویلي، پر دې لویه لار احتجاجونه، پرلتونه، جلسې، جلوسونه او د سړک د بندولو نور فعالیتونه منع دي.
حکومت وايي، این-۲۵ د بلوچستان د ضلعو او نورو صوبو ترمنځ مهمه لار ده او بندېدل یې مسافرو، ناروغانو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته ستونزې جوړوي.
د خضدار او سوراب انتظامیې او پولیسو ته امر شوی چې د حکومتي حکم عملي کېدل یقیني کړي او پر لویه لار ټرافیک روان وساتي.
دغه بندیز به درې میاشتې نافذ وي. حکومت په خبرتیا کي دا نه دي ویلي چې دا اوږدمهاله بندیز د کومې یوې ځانګړې پېښې له امله لګول شوی دی.


نعيم اچکزئي