مستونګ / کلات (شال نیوز) : د موټروې پولیسو تازه معلومات ښيي چې د کلات او کوټې ترمنځ پر این-۲۵ لویه لار په څو ځایونو کي ټرافیک اړول شوی دی. چارواکي وايي، خډکوچه ته نږدې په یوه ځای کي وسله والو پل الوځولی دی.
د موټروې پولیسو د سفر په تازه لارښود کي ویل شوي چې شمال ته تلونکی ټرافیک د مستونګ د اجنیري له سیمې اړول شوی، ځکه سړک زیانمن شوی دی. په خډکوچه کي هم د امنیتي حالت له امله د جنوب پر لور ټرافیک بله خوا اړول شوی دی.
په همدې لار کي په دوو نورو ځایونو کي هم د پلونو د الوځولو له امله د سړک د خرابېدو معلومات ورکړل شوي دي. د کوټې په تور ناصر سیمه کي بیا د سړک د کار له امله جنوب ته تلونکې برخه تړل شوې ده.
د موټروې پولیسو دغه معلومات د اکتوبر پر پنځمه خپاره کړي دي. تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې پلونه چا الوځولي او د بریدونو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.


نعيم اچکزئي