کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان په کچلاک کي د نوي پیل شوي جناح پیپلز ټرېن انجن د کچلاک رېلوې سټېشن ته نږدې له پټلۍ وتلی دی. چارواکي وايي، په پېښه کي څوک نه دي ژوبل شوي او ټول مسافر خوندي پاتې شوي دي.
جناح پیپلز ټرېن د کچلاک او سریاب ترمنځ چلېږي. د رېلوې چارواکو په وینا، د ۵۱۲۰ نمبر انجن د کچلاک سټېشن پر درېیمه پټلۍ د شینټنګ پر مهال له پټلۍ ووت. له پېښې وروسته بل انجن ورغوښتل شو او رېل له لږ ځنډ وروسته د سریاب پر لور روان شو.
د پېښې د علت په اړه د رېلوې او پولیسو خبرې یو شان نه دي. د رېلوې چارواکو په لومړیو معلوماتو کي ویلي چې ښايي د پټلۍ یوه اوسپنیزه برخه غلا شوې وي، خو کچلاک پولیس وايي پټلۍ خرابه وه او د رېلوې کارکوونکو پرې کار کاوه.
پاکستان رېلوې د پېښې د پلټنې امر کړی دی. د پلټنې تر بشپړېدو مخکې د انجن د پټلۍ څخه د وتلو کره علت نه شي ټاکل کېدای.


نعيم اچکزئي