مسکو / اسلام اباد (شال نیوز) : د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر پنځمه، په مسکو کي کېږي. په غونډه کي د افغانستان، پاکستان، روسیې، چین، ایران، هند او د منځنۍ ایشا د یو شمېر هېوادونو استازي ګډون کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د وزیراعظم ځانګړی استازی محمد صادق د پاکستان د پلاوي مشري کوي. په پلاوي کي د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او ترکیې د چارو مشر نعیم اقبال چیمه، په کابل کي د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني او په مسکو کي د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي هم شامل دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغان پلاوي مشري کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په غونډه کي به د افغانستان سیاسي او اقتصادي حالت، له سیمهییزو هېوادونو سره همکاري، د وسله والو ډلو فعالیتونه او د نشهيي توکو پر ضد ګډې هڅې وڅېړل شي.
غونډه په داسې وخت کي کېږي چې د پاکستان او طالبانو د حکومت اړیکې د وسله والو ډلو او د افغانستان دننه د پاکستان د وروستیو بریدونو پر سر ترینګلې دي. د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ د جلا ملاقات تر اوسه رسمي اعلان نه دی شوی.


شال نیوز