پوليس وائي په پېښور کې يو نرښځی په ډزو ژوبل کړل شوی دی.
د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د نرښځیانو د استوګنځي اقبال پلازې مخې ته يو نرښځی، چې نامه يې تارا ده، د نامعلومو وسلوالو لخوا په ډزو وويشتل شو چې له امله يې تارا په ټپي حالت کې روغتون ته وړلی شوې ده.
د اپريل په پنځمه ماځيګر وخت کې د رامنځته شوې پېښې په اړه د ځايي تاڼې پوليسو شال نيوز ته وويل چې تارا د نامعلومو وسلوالو لخوا څو ډزې وويشتل شوه چې په سخت ټپي حالت کې روغتون ته وړلی شوې ده او د پېښې په اړه پلټنې پېل شوي دي.
په موقع باندې موجود د اقبال پلازې نرښځیانو مشر مسکان شال نيوز ته وويل چې د تارا حالت نازک دی.
دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغله چې په خېبر پښتونخوا کې نرښځیان د سخت عدم تحفظ او غېر انساني چلند سره مخ دي.
د راپورونو لمخې په تېر يو کال کې په خېبر پښتونخوا کې تر پينځلس نرښځي وژل شوي او په تېر يوه لسيزه کې دا شمېر د سلو نه زياته ده.
همدارنګه، په تېرو څو مياشتو کې د خېبر پښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې د نرښځیانو د ايستلو او علاقه بدر کولو کمپاينونه هم شوي چې پکې لوي کمپاينونه په صوابۍ او سوات کې شوي.

شال نیوز