ننګرهار (شال نیوز) : د ننګرهار د بټي‌کوټ ولسوالۍ په څلورم فارم سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

 

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په وینا، پېښه نن (یکشنبه) د یوه ویټز او کراس‌روډ موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

 

په بټي‌کوټ ولسوالۍ کې دا په روانه اوونۍ کې دویمه خونړۍ ترافیکي پېښه ده. د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په همدې ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۳ نور ټپیان کړي وو.