بدخشان (شال نیوز) : د افغانستان ملي مقاومت جبهې د بدخشان په مرکز فیضاباد کې د یکشنبې، د اکتوبر څلورمې د سهارني برید مسولیت منلی او ویلي یې دي چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال او د هغه دوه ساتونکي یې وژلي دي.
جبهې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، برید د سهار شاوخوا ۹:۴۰ بجې د فیضاباد ښار د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه کې شوی دی. د مقاومت جبهې په وینا، په برید کې د بدخشان د استخباراتو مرستیال له دوو ساتونکو سره وژل شوی او ملکي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
شال نیوز په خپلواکه توګه د جبهې د مرګژوبلې ادعا نه شي تاییدولی او د طالبانو چارواکو تر اوسه د پېښې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي. بل پلو، د بدخشان لپاره د طالبانو والي مولوي رحمتالله نجیب ویلي، دغه ولایت امن دی او خلک کولی شي په ډاډه زړه پکې ژوند وکړي.
نجیب ویلي، د افغانستان خلک اوس ازاد دي او هېڅوک باید د «ازادۍ» په نوم بیا جګړې ته ونه هڅول شي. هغه ویلي، هغه ازادي چې د ده په وینا افغانانو غوښتله، ترلاسه شوې او خلک باید له تېرو تجربو درس واخلي.
د بدخشان والي خبرداری ورکړی چې که څوک د طالبانو د حکومت پر وړاندې اقدام وکړي، مخه به یې ونیول شي. نوموړي دا هم ویلي چې د افغانستان هېڅ سیمه د طالبانو له کنټروله بهر نه ده.
د والي دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې په بدخشان کې د طالبانو پر چارواکو او ځواکونو یو شمېر بریدونه او وسلهوالې نښتې شوې دي.
د اګست پر ۱۳مه د فیضاباد ښاروال عبدالرحمان منصور هم په یوه چاودنه کې ووژل شو چې ملي مقاومت جبهې یې مسولیت منلی و. د سپټمبر پر ۲۸مه بیا د افغانستان ازادۍ جبهې په فیضاباد کې د طالبانو پر یوه موټر د برید مسولیت ومانه او د درې طالبانو د وژلو ادعا یې وکړه.
د دغو وسلهوالو جبهو د بریدونو او مرګژوبلې ادعاوې تل په خپلواکه توګه د تایید وړ نه وي.


شال نیوز