کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان پولیسو پرېکړه کړې چې د پولیسو د افسرانو او کارکوونکو په اړه د خلکو جدي شکایتونه به سمدستي د پلټنو ځانګړو ډلو ته سپارل کېږي.
دا پرېکړه په کوټه کي د پولیسو د داخلي حساب ورکولو څانګې په غونډه کي شوې چې مشري یې د پولیسو مرستیال مشر برکت حسین کهوسه کوله.
په غونډه کي د بلوچستان د بېلابېلو ضلعو د داخلي حساب ورکولو د افسرانو کار او د خلکو له خوا د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو بهیر ارزول شوی دی.
پولیس وايي، هغو شکایتونو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي چې د پولیسو د چارواکو او کارکوونکو پر ضد جدي تورونه پکي مطرح شوي وي. دغه ډول شکایتونه به د نورو عادي شکایتونو په څېر نه پرېښودل کېږي، بلکې د پلټنو ځانګړو ډلو ته به سپارل کېږي.
د پولیسو په وینا، د شکایتونو په څېړنه کي به ځنډ او غفلت نه منل کېږي او افسرانو ته ویل شوي چې هر شکایت په بې پرې ډول وڅېړي.
پولیس وايي، د څېړنې پر مهال به یوازې د شکایت کوونکي پر وینا تکیه نه کېږي، بلکې د اړوندو پولیس چارواکو دریځ به هم اورېدل کېږي او له موجودو شواهدو وروسته به پرېکړه کېږي.
د بلوچستان پولیسو تر اوسه دا نه دي ویلي چې دا مهال د پولیسو پر ضد څومره شکایتونه تر څېړنې لاندې دي او په تېره موده کي د داخلي حساب ورکولو له لارې د څومره پولیس افسرانو او کارکوونکو پر ضد اقدام شوی دی.


نعيم اچکزئي