خضدار / سوراب (شال نیوز) : په بلوچستان کي چارواکي وايي، د خضدار او سوراب په بېلابېلو سیمو کي د پنځو کسانو په ډزو لګېدلي جسدونه موندل شوي دي.
د چارواکو په وینا، د جسدونو له موندل کېدو وروسته پولیس او نور اړوند چارواکي سیمو ته رسېدلي او جسدونه یې روغتونونو ته انتقال کړي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، له پنځو وژل شویو کسانو څخه لږ تر لږه درې پېژندل شوي او له ضروري قانوني چارو وروسته یې جسدونه کورنیو ته سپارل شوي دي. د دوو نورو وژل شویو کسانو هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی او چارواکي د هغوی د پېژندلو هڅه کوي.
د موندل شویو جسدونو پر بدنونو د ډزو نښې لیدل شوې دي، خو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې دغه کسان څه وخت وژل شوي او جسدونه یې وروسته دغو سیمو ته وړل شوي که په هماغو ځایونو کي وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د دغو وژنو مسوولیت نه دی منلی او چارواکو هم د وژنو د انګېزې یا د احتمالي مسوولانو په اړه معلومات نه دي ورکړي. پولیس وايي، د پېښو په اړه پلټنې روانې دي.
تر هغو چې د پلټنو نور معلومات خپاره شوي نه وي، دا هم نه شي تاییدېدای چې په خضدار او سوراب کي موندل شوي پنځه جسدونه له یوې پېښې سره تړاو لري او که دا جلا پېښې دي.


نعيم اچکزئي