سوات (شال نیوز) : د سوات پولیس وايي، په سیدو شریف او منګلور کې د ډزو په دوو جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

 

لومړۍ پېښه د سیدو شریف په میا بابا سیمه کې شوې، چې پولیس وايي د جایداد پر سر د شخړې پر مهال ډزې شوې دي. په ډزو کې اسماعیل، د هغه زوی احتشام او یوه ښځه وژل شوي دي.

 

پولیس وايي، له پېښې وروسته یې له سیمې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې دي.

 

په یوه بله پېښه کې منګلور پل ته نږدې یو سړی په ډزو وژل شوی دی. د ځايي معلوماتو له مخې، وژل شوی کس د کوکارۍ اوسېدونکی او شاوخوا ۴۰ کلن و. پولیس وايي، د دواړو پېښو په اړه پلټنې روانې دي.