کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره په لیدنه کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه ویلي، په دې لیدنه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د ورته بریدونو د مخنیوي پر لارو خبرې شوې دي.

 

د وزارت په وینا، متقي او ډیکارلو د ملګرو ملتونو او د طالبانو د حکومت ترمنځ پر همکارۍ، بشري مرستو او افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د بنسټیزو اړتیاوو پر پوره کولو هم خبرې کړې دي.

 

متقي د افغانستان په اړه د نړیوالو راپورونو او ارزونو موضوع هم یاده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان د حالاتو د انځورولو لپاره باید له باوري سرچینو او کره معلوماتو کار واخیستل شي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو د خبرو او همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.