جمرود (شال نیوز) : په جمرود کې د پولیسو په حراست کې د وژل شویو اشفاق اپریدي او هدایت خان کورنیو د قبایلي دود «ننواتي» له مخې د خیبر پولیسو بخښنه منلې ده.
د منډتو کوټي اوسېدونکو اشفاق اپریدي او هدایت خان د کورنیو غړو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د سیمې د مخورو، دوو پخوانیو صوبايي اسمبلۍ غړو او قبایلي مشرانو په منځګړیتوب یې د پولیسو بخښنه او پښېماني منلې ده.
کورنۍ وايي، د قبایلي دود له مخې که د یوې پېښې مسوول کسان د بښنې غوښتلو لپاره ننواتی وکړي او مشران یې ترمنځ روغه وکړي، زیانمنه شوې کورنۍ یې بخښنه منلی شي.
کورنيو په خپل پیغام کې د مالي تاوان یادونه نه ده کړې، خو په جمرود کې ځايي سرچینو شال نیوز ته ویلي چې دواړو کورنیو ته د جوړجاړي په ترڅ کې پیسې هم ورکړل شوې دي.
خیبر پولیسو د پیسو په اړه څه نه دي ویلي. پولیس یوازې دومره وايي چې د وژل شویو کسانو کورنیو ورته بخښنه کړې ده.
اشفاق اپریدي او هدایت خان د سپټمبر پر ۲۷مه هغه مهال پولیسو نیولي وو چې د ملاګورۍ په شیر برج سیمه کې د نان کسټم پېډ موټرو د لېږد پر مهال د پولیسو او یوې ډلې ترمنځ ډزې شوې وې.
په دغو ډزو کې د ملاګورۍ د پولیسو تاڼې مشر ریاض اپریدي سخت ټپي شوی و او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې وه.
پولیسو هغه مهال ویلي وو چې اشفاق اپریدي او هدایت خان یې د پلټنو لپاره هغې سیمې ته بیولي وو چې ریاض اپریدي پکې په نښه شوی و. د پولیسو په وینا، هلته نامعلومو وسله والو ډزې وکړې او په حراست کې دواړه کسان ووژل شول.
خو د جمرود اوسېدونکو د پولیسو دا خبره ونه منله او تور یې پورې کړ چې دواړه کسان په پولیس حراست کې له عدالتي کارروایۍ پرته وژل شوي دي.
د سپټمبر پر ۲۸مه د ځوان کوکيخېل تنظیم په مشرۍ خلکو په باب خیبر کې احتجاج وکړ او د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې وکړه.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل اپریدي، چې له جمروده د صوبايي اسمبلۍ غړی هم دی، د سیمې له مشرانو او منتخب استازو سره تر لیدنې وروسته د خیبر د ضلعي پولیس افسر وقار احمد د معطلولو امر کړی و. هغه د پېښې د محکمانه پلټنو امر هم کړی و.
د پولیسو او کورنیو ترمنځ تازه جوړجاړي په جمرود کې غبرګونونه هم راپارولي دي. یو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي، د پولیسو ننواتی د دوی هغه پخوانۍ خبره پیاوړې کوي چې دواړه کسان په حراست کې وژل شوي وو، په داسې حال کې چې د ایس اېچ او ریاض اپریدي اصلي قاتل لا نه دی نیول شوی.
ځوان کوکيخېل تنظیم په یوه ویډیويي بیان کې ویلي، دوی د قبایلي دود له مخې ننواتی مني، خو ټینګار کوي چې د دوو کسانو د وژنې مسوول کسان باید له قانوني کارروایۍ سره مخ شي.
تنظیم د ریاض اپریدي د قاتل د نیولو او سزا غوښتنه هم کړې او ویلي یې دي چې د جمرود خلک به د معطل شوي ډي پي او وقار احمد بېرته په خیبر کې پر دنده ګومارل ونه مني.


شال نیوز