جمرود (شال نیوز) : د خیبر ضلعې په ملاګورو کي د پولیسو په حراست کي د دوو کسانو تر وژل کېدو او د هغوی د کورنیو او ځايي خلکو له احتجاج وروسته، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمد سهیل اپریدي د خیبر د پولیسو مشر، ډي پي او، له دندې معطل کړی دی.
د پېښې د پلټنو لپاره د یوې تحقیقاتي کمېټۍ د جوړولو امر هم شوی دی.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د وژل شویو کسانو خپلوانو او ځايي خلکو په باب خیبر کي احتجاجي پرلت پیل کړ او د پېښې د بې پرې پلټنو او د مسؤلو کسانو پر ضد یې د اقدام غوښتنه وکړه.
د قومي اسمبلۍ غړي اقبال اپریدي، د وزیراعلی فوکل پرسن شمشیر خان اپریدي او د تحریک انصاف جمرود مشر اشفاق اپریدي په مشرۍ یوې جرګې هم له وزیراعلی محمد سهیل اپریدي سره لیدلي او د پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
پولیس وايي، دوه کسان د ملاګورو د ایس اېچ او ریاض حسین اپریدي د وژل کېدو په قضیه کي نیول شوي وو. د پولیسو په وینا، دواړه د نورو پلټنو لپاره یوې سیمې ته وړل کېدل چې نامعلومو وسله والو برید وکړ او دواړه نیول شوي کسان ووژل شول. په دې پېښه کي پولیسو ته زیان نه و رسېدلی.
د وژل شویو کسانو کورنۍ وايي، دواړه کسان بې ګناه وو او د ایس اېچ او د وژل کېدو په پېښه کي یې لاس نه درلود. هغوی پوښتنه کوي چې په پولیس حراست کي د نیول شویو کسانو د امنیت مسؤلیت د چا و او د هغوی د وژل کېدو پر مهال پولیسو ته ولې زیان نه دی رسېدلی.
د تحقیقاتي کمېټۍ د پلټنو نتیجه لا نه ده اعلان شوې.


امان علي شینواری