جمرود (شال نیوز) : د خیبر ضلعې په ملاګوري کې د پولیسو په حراست کې د وژل شویو دوو ځوانانو ورثه‌وو او د سیمې خلکو د جمرود په باب خیبر کې احتجاجي پرلت پیل کړی دی. د دواړو وژل شویو کسانو مړي هم د پرلت ځای ته لېږدول کېږي.

 

پولیس وايي، دواړه کسان د ملاګوري د ایس اېچ او ریاض حسین اپریدي د وژنې په قضیه کې نیول شوي وو او د نورو پلټنو لپاره یوې سیمې ته بیول کېدل چې د لارې په اوږدو کې نامعلومو وسله والو برید پرې وکړ.

 

د پولیسو په وینا، په برید کې دواړه نیول شوي کسان ووژل شول، خو له هغوی سره موجودو پولیسو ته مرګ‌ژوبله ونه اوښته.

 

د وژل شویو ځوانانو ورثه‌وو د پولیسو پر دې بیان پوښتنې راپورته کړې دي. دوی وايي، دواړه ځوانان بې‌ګناه وو او د ایس اېچ او ریاض حسین اپریدي په وژنه کې یې لاس نه درلود.

 

پولیس ولې په خپل حراست کې د نیول شویو کسانو حفاظت نه شي کولی؟ د ملاګوري دوه نیول شوي کسان هم ووژل شول
پولیس ولې په خپل حراست کې د نیول شویو کسانو حفاظت نه شي کولی؟ د ملاګوري دوه نیول شوي کسان هم ووژل شول

 

ورثه‌وو غوښتنه کړې چې دا دې په بې‌طرفه توګه وپلټل شي چې د پولیسو په حراست کې نیول شوي کسان څنګه ووژل شول او له هغوی سره موجود پولیس څنګه له مرګ‌ژوبلې خوندي پاتې شول.

 

په باب خیبر کې د احتجاج لپاره د سیمې خلک هم راټول شوي دي. احتجاج کوونکي د پېښې د رڼو او بې‌طرفه پلټنو او د مسؤلو کسانو پر ضد د قانوني اقدام غوښتنه کوي. د پولیسو د بیان او د وژل شویو کسانو د وارثانو د څرګندونو خپلواکه تایید تر اوسه نه دی شوی.