د میرعلي سب ډویژن د تحصیل شوا په دروزنده سیمه کې ،د مې په ۸مه، د سهار وختي راهیسي د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه نښتې روانې دي او په سیمه کې حالات سخت کړکېچن بلل کېږي.
د ځایي سرچینو په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د سپکو او درنو وسلو سختې ډزې روانې دي. راپورونه وايي چې په یو شمېر کورونو د مارټر ګولو او کواډ کاپټرو له لارې بریدونه شوي، چې له امله یې له ځینو ودانیو لوګي پورته کېږي.
سرچینې زیاتوي چې د سهار له وخته خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د سیمي فضا د وېرې او ناارامۍ ښکار ده. د ځاني او مالي زیانونو په اړه متضاد راپورونه ورکړل شوي دي، خو تر اوسه رسمي شمېرې نه دي تایید شوي.
بلخوا ځايي خلکو لخوا شال نیوز ته رالېږلی شویو د سیمي ويډیوګانو کې، چې هغوي یې ادعا کوي چې د مې ۸م د ورځې دي، لیدل کېږي چې د دروزنده عالم خېل بازار په بشپړه توګه بند دی او ډېرو دکانونو او ودانیو ته زیان رسېدلی دی.
یوې ځايي سرچیني ،د نوم نه ښودلو په شرط، شال نیوز ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو د سیفلي کلي په جوماتونو کې اعلانونه کړي دي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی دی چی تر دوو ورځو دې په کورونو کې بند پاتې شي. دا اعلانونه ښیي چې دا عملیات ممکن تر دوو ورځو روان وي.
د امنیتي ځواکونو یوې سرچیني ،د نوم نه ښودلو په شرط، شال نیوز ته ویلي، چې د شپې راهیسي نښته روانه ده چې په نتیجه کې یې امنیتي ځواکونو د اینار خېل سیمه باندې کنټرول ترلاسه کړی دی.
بل لور ته، ځایي سرچیني وايي چې په سیمه کې د ایف ای او ایف ایس سي ازموینې هم د وضعیت له امله اغېزمنې شوې دي.
د کابل خېل ځوانانو تنظیم لخوا د حکومت او د بنو ازمویني بورډ د چارواکو نه غوښتنه شوې ده چې د دې ماشومانو ازمویني یا بلې نېټې ته واړوي او یا دې په مناسب نمبرو پاس کړي.
د دروزنده عالم خېل بازار سیمي نه ،د ناامنۍ له امله، څه درې میاشتې مخکې نږې ۴۰۰ کورونو کډه کړې ده، چې پکې د پخواني صوبايي وزیر ،اقبال وزیر، او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي ،ملک نزیر، کورنۍ هم شاملې دي.
د سرچینو لمخې، په دې سیمه کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان مرکزونه دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه عملیات کوي. د ځایي خلکو په وینا، دغلته تر اوسه دیارلس د کواډکاپټرو بریدونه په وسلوالو او یا د وسلوالو لخوا شوي دي.

صفدر داوړ