مزارشریف (شال نیوز) : د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا په دغه ولایت کې له پخوانیو طالب مشرانو او قومندانانو سره په ناسته کې د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتووالي غوښتنه کړې ده.

 

د بلخ د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، یوسف وفا په غونډه کې ویلي چې د هر ډول امنیتي ګواښ پر وړاندې باید جدي او غوڅ اقدام وشي.

 

په غونډه کې یو شمېر هغه پخواني طالب مشران او قومندانان هم شامل وو چې اوس په بلخ کې د ولسوالانو، امنیه قومندانانو او د بېلابېلو ادارو او عدالتونو د مسوولانو په توګه دندې ترسره کوي.

 

ګډونوالو ویلي چې د طالبانو د حکومت د ساتنې لپاره به چمتو وي او د هر ډول وسله‌وال اقدام پر وړاندې به ځواب ووايي.

 

محمد یوسف وفا د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي. د طالبانو د مشرتابه په اړه د څېړنیزو معلوماتو له مخې، نوموړی تر دې مخکې د کندهار والي هم پاتې شوی دی.

 

دا ناسته په داسې وخت کې شوې چې طالبانو په وروستیو ورځو کې د افغانستان د شمال د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره هم لوړپوړی پلاوی سیمې ته استولی و.

 

دغه پلاوي د بلخ، سمنګان، سرپل، بغلان او بامیان امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د لرې پرتو او غرنیو ولسوالیو حالت څېړلی و. یوسف وفا په دغو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د شمېر او امکاناتو د زیاتولو غوښتنه هم کړې وه.

 

په بدخشان کې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ څو نښتې او بریدونه شوي دي.

 

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سپټمبر پر ۲۸مه په فیض‌اباد کې د طالبانو پر یوه موټر د برید مسوولیت منلی و او ویلي یې وو چې درې طالبان یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي؛ دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

 

د افغانستان د ازادۍ جبهه، د ملي مقاومت جبهه او د سپاهیان میهن په نوم وسله‌واله ډله په بدخشان او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې د بریدونو خبرونه خپروي. طالبان بیا د خپلو وسله‌والو مخالفینو د فعالیت د پراخېدو په اړه ځینې راپورونه ردوي.