ویلنیوس (شال نیوز) : د لیتوانیا د سرحد ساتنې اداره وايي، ۳۵ افغان او عراقي کسان یې له بېلاروسه لیتوانیا ته تر اوښتو وروسته نیولي او له هغوی څخه ۲۹ کسان یې بېرته بېلاروس ته ستانه کړي دي.
د سرحد ساتنې ادارې د اکتوبر پر دویمه ویلي، دغه کسان د پنجشنبې، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه ماښام د وارېنا سیمې د کاترا کلي ته نږدې، د چېپکېلیای طبیعي سیمې له لارې لیتوانیا ته اوښتي وو.
چارواکي وايي، د څار کامرو دغه کسان ولیدل او وروسته د هغوی د موندلو لپاره عملیات پیل شول. په عملیاتو کي سرحد ساتونکو، پولیسو، روزل شویو سپیو او یوې چورلکې برخه اخیستې وه.
د چارواکو په وینا، دغه کسان په څو ډلو وېشل شوي وو، خو مخکې له دې چې د لیتوانیا نورو سیمو ته ولاړ شي، ونیول شول.
د لیتوانیا د سرحد ساتنې اداره وايي، ټول ۳۵ کسان نارینه وو او عمرونه یې شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ کلونو پورې وو. له ۱۱ کسانو سره د پېژندنې اسناد وو، خو نورو اسناد نه لرل. نیول شویو کسانو ځانونه د افغانستان او عراق وګړي معرفي کړي دي.
چارواکو دا نه دي ویلي چې په نیول شویو کسانو کي څو افغانان او څو عراقیان دي. د لیتوانیا د سرحد ساتنې ادارې په وینا، د هر کس وضعیت جلا ارزول شوی او د جمعې تر سهاره ۲۹ کسانو ته لیتوانیا ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته بېلاروس ته ستانه کړل شوي دي.
د پنځو نورو کسانو په اړه پلټنې روانې وې او یو کس د روغتیايي ستونزې له امله روغتون ته وړل شوی و. په رسمي اعلامیه کي دا نه دي ویل شوي چې له دغو کسانو څخه چا د پناه غوښتنه کړې وه که نه. د ۲۹ کسانو د بېرته ستنولو تفصیلي قانوني بنسټ هم نه دی روښانه شوی.
د لیتوانیا د سرحد ساتنې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له بېلاروسه لیتوانیا ته د ۱۶۶۱ کسانو د اوښتو مخه نیول شوې ده.


شال نیوز