ابوظبي (شال نیوز) : د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حمدالله محب په مشرۍ «اوربیت‌ورکس» شرکت د متحده عربي اماراتو لومړنۍ په دغه هېواد کې جوړه شوې تجارتي سپوږمکۍ «التایر-۱» فضا ته لېږلې ده.

 

اوربیت‌ورکس وايي، التایر-۱ د اکتوبر پر لومړۍ د امریکا د کالیفورنیا له وانډنبرګ فضايي اډې څخه د سپېس‌ اېکس د ټرانسپورټر-۱۸ الوتنې له لارې فضا ته ولېږل شوه. سپوږمکۍ له توغندي تر جلا کېدو وروسته خپل ټاکلي مدار ته داخله شوې او له ځمکې سره یې سیګنال هم نیولی دی.

 

د اماراتو رسمي خبري اژانس وايي، التایر-۱ لومړنۍ تجارتي سپوږمکۍ ده چې په متحده عربي اماراتو کې جوړه شوې ده. دغه سپوږمکۍ د اوربیت‌ورکس په ابوظبي مرکز کې ډیزاین، جوړه او ازمویل شوې وه او د اګست په میاشت کې د توغولو لپاره کالیفورنیا ته لېږدول شوې وه.

 

حمدالله محب، چې د اوربیت‌ورکس اجراییه مشر دی، د سپوږمکۍ له توغولو وروسته ویلي، دوه کاله وړاندې اوربیت‌ورکس یوازې یوه مفکوره وه، خو اوس په ابوظبي کې جوړه شوې سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې ده.

 

التایر-۱ د لسو سپوږمکیو د یوې ټولګې لومړۍ سپوږمکۍ ده. دغه سپوږمکۍ د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوژۍ سمبالې دي او د ځمکې د څارنې لپاره به کارول کېږي. شرکت وايي، پاتې نهه سپوږمکۍ به تر ۲۰۲۷ کال پورې فضا ته ولېږل شي.

 

هره سپوږمکۍ پنځه ډوله حس کوونکي وسایل لري چې د ځمکې د انځورونو، تودوخې او نورو معلوماتو په راټولولو کې کارېږي. شرکت وايي، دغه معلومات د طبیعي پېښو، سمندري سیمو، چاپېریال، خوراکي خوندیتوب، مهمو تاسیساتو او امنیتي چارو د څارنې لپاره کارېدلی شي.

 

اوربیت‌ورکس د اماراتو د «مارلن سپېس» او «لوفټ اوربیټل» ګډ شرکت دی. حمدالله محب د اوربیت‌ورکس ترڅنګ د مارلن سپېس اجراییه مشر هم دی.

 

محب د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني په حکومت کې د ملي امنیت سلاکار او تر هغه وړاندې په امریکا کې د افغانستان سفیر پاتې شوی دی.