مسکو (شال نیوز) : د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، دی چمتو دی چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې وګوري.

 

پوتین ویلي، د داسې غونډې تر جوړېدو مخکې باید د خبرو موضوعات روښانه او د ناستې اجنډا برابره شي. هغه ویلي، که د روسیې، امریکا او چین د مشرانو د لیدنې لپاره مناسب شرایط برابر شي، مسکو یې ملاتړ کوي.

 

د درې واړو هېوادونو د مشرانو د احتمالي غونډې په اړه په وروستیو اوونیو کې خبرې زیاتې شوې دي. د کرملین چارواکو هم ویلي چې د پوتین، ټرمپ او شي جین پینګ د ګډې لیدنې امکان شته. تر اوسه روسیې، امریکا او چین په رسمي ډول د داسې غونډې نېټه او ځای نه دي اعلان کړي.

 

که دا غونډه وشي، د روسیې، امریکا او چین مشران به په داسې وخت کې سره مخامخ شي چې د اوکراین جګړه، د امریکا او چین اړیکې، نړیوال تجارت او یو شمېر سیمه‌ییزې شخړې د دغو هېوادونو ترمنځ د خبرو مهمې موضوعګانې دي.

 

پوتین ټینګار کړی چې د مشرانو تر لیدنې مخکې باید روښانه شي چې په غونډه کې به پر کومو مسئلو خبرې کېږي او له ناستې څه تمه کېږي.