دوحه (شال نیوز) : سرچینې وايي، د قطر پولیسو د پاکستاني طالبانو د «کاظم ډلې» قوماندان پرچوکی افغان نیولی دی. پر نوموړي تور دی چې په کرمه کي یې د شیعه او سني قبایلو ترمنځ د فرقه‌ییز تاوتریخوالي په زیاتولو او وسله والو شخړو کي لاس درلود.

 

د سرچینو په وینا، پرچوکی افغان په قطر کي د پولیسو په عملیاتو کي نیول شوی، خو د هغه د نیولو د ځای، وخت او څرنګوالي په اړه بشپړ جزییات نه دي ورکړل شوي.

 

سرچینې نوموړی د پاکستاني طالبانو د «کاظم ډلې» له قوماندانانو څخه بولي او وايي، دا ډله په کرمه او شاوخوا سیمو کي وسله وال فعالیتونه لري.

 

پر پرچوکي افغان تور لګېدلی چې په کرمه کي یې د شیعه او سني قبایلو ترمنځ د اختلافونو په زیاتولو او د فرقه‌ییز تاوتریخوالي په پارولو کي رول درلود.

 

کرمه په وروستیو کلونو کي څو ځله د شیعه او سني قبایلو ترمنځ د خونړیو نښتو شاهده پاتې شوې ده. په دغو نښتو کي لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د سیمې لویې لارې هم د اوږدې مودې لپاره تړل شوې دي.

 

د کرمې په بېلابېلو برخو کي د ځمکو، پخوانیو قبایلي اختلافونو او فرقه‌ییزو شخړو ترڅنګ د وسله والو ډلو موجودیت هم امنیتي وضعیت لا پېچلی کړی دی.

 

خو شال نیوز په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی چې پرچوکي افغان په کرمه کي په کومو مشخصو بریدونو یا نښتو کي لاس درلود. د هغه پر ضد د سرچینو له خوا مطرح شوي تورونه هم تر اوسه د کومې محکمې له خوا ثابت شوي نه دي.

 

د قطر چارواکو تر اوسه په عامه توګه د پرچوکي افغان د نیولو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي. دا هم نه ده روښانه شوې چې نوموړی د کوم مشخص تور له مخې نیول شوی، په قطر کي به یې پر ضد قانوني کارروایي کېږي او که پاکستان ته به د سپارلو موضوع مطرح کېږي.

 

پاکستاني طالبانو هم تر اوسه د پرچوکي افغان د نیولو په اړه په عامه توګه څه نه دي ویلي. شال نیوز تر اوسه د قطر د چارواکو له خوا د نوموړي د نیولو رسمي تایید نه دی موندلی؛ له همدې امله د هغه د نیولو او ورسره تړلو تورونو معلومات د سرچینو له قوله خپرېږي.