دوبۍ (شال نیوز) : د فلای دوبۍ د هغې الوتکې د پېښې په اړه نوي معلومات مخې ته راغلي چې د اسراییل پر لور روانه وه او مرستیال پیلوټ یې د کپتان په وهلو او د الوتکې د نسکورولو په هڅه تورن شوی دی.

 

اې بي سي نیوز د لوړپوړو استخباراتي او قانون پلي کوونکو چارواکو له قوله وايي، تورن مرستیال پیلوټ ۲۹ کلن عمانی حمام الحمامي دی او نوموړی تر دې مخکې په عمان کي د امنیتي اندېښنو له امله له الوتنې منع شوی و.

 

د راپور له مخې، الحمامي په ۲۰۲۴ کال کي له عمان ایر سره د مرستیال پیلوټ په توګه د روزنې پر مهال د چارواکو پام ورواړاوه. د اې بي سي نیوز سرچینې وايي، له هغه سره داسې مواد موندل شوي وو چې چارواکو افراطي بللي وو. له دې وروسته نوموړی له الوتنې منع شو، خو سرچینې وايي، هغه ته اجازه ورکړل شوې وه چې له عمان ایر سره په اداري دنده کي کار ته دوام ورکړي.

 

اسوشیټېډ پرېس هم د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې الحمامي په عمان کي د افراطي نظریاتو په اړه د امنیتي اندېښنو له کبله له الوتنې منع شوی و او وروسته د متحده عربي اماراتو فلای دوبۍ شرکت په دنده وګوماره.

 

اوس پلټونکي دا څېړي چې له پخوانۍ امنیتي منعې سره سره الحمامي څنګه په فلای دوبۍ کي د مرستیال پیلوټ په توګه دنده ترلاسه کړه او څنګه د اسراییل پر لور د تلونکې الوتکې په کابین کي دنده ورکړل شوه.

 

پېښه د چهارشنبې، د سپټمبر پر ۳۰مه، د فلای دوبۍ په ۱۰۷۳ الوتنه کي شوې وه. الوتکه له دوبۍ څخه تل ابیب ته روانه وه او د عملې په ګډون ۱۸۲ کسان پکي سپاره وو.

 

چارواکي وايي، الحمامي د الوتکې پر هندي کپتان سمېت مچهر په کابین کي برید وکړ او هغه یې سخت ټپي کړ. له برید وروسته الوتکې په چټکۍ سره لوړوالی له لاسه ورکړ.

 

کپتان، سره له دې چې ټپي و، وتوانېد د کابین دروازه پرانیزي. وروسته مسافرو او د عملې غړو کابین ته لار پیدا کړه او پر تورن مرستیال پیلوټ یې قابو وموند. الوتکه وروسته د سعودي عرب په تبوک کي په خوندي ډول کښته شوه.

 

الحمامي په سعودي عرب کي ونیول شو او وروسته متحده عربي اماراتو ته وسپارل شو. اې بي سي نیوز د پلټنو له سرچینو وايي، الحمامي له پلټونکو سره همکاري کوي او هغوی ته یې ویلي چې غوښتل یې الوتکه په اسراییل کي نسکوره کړي. دا خبره د روانو پلټنو د سرچینو له قوله ده او د پلټنو وروستۍ نتیجه لا نه ده اعلان شوې.

 

فلای‌ دوبۍ پېښه: اسراییلي چارواکي وايي مرستیال پیلوټ کپتان په چاقو وهلی؛ د «برید هڅه» یې بولي
فلای‌ دوبۍ پېښه: اسراییلي چارواکي وايي مرستیال پیلوټ کپتان په چاقو وهلی؛ د «برید هڅه» یې بولي

 

د متحده عربي اماراتو چارواکو د پېښې رسمي پلټنې پیل کړې دي. فلای دوبۍ هم ویلي چې له چارواکو سره بشپړه همکاري کوي او د هغوی په غوښتنه یې تر بل اعلان پورې تل ابیب ته خپلې الوتنې ځنډولې دي. اې بي سي نیوز وايي، فلای دوبۍ، عمان ایر او په امریکا کي د عمان سفارت یې د نویو معلوماتو په اړه د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.

 

د پېښې له تازه معلوماتو سره اوس یوه مهمه پوښتنه دا ده چې که الحمامي په عمان کي د امنیتي اندېښنو له امله له الوتنې منع شوی و، نو د هغه دا مخکینی امنیتي ریکارډ د فلای دوبۍ د استخدام پر مهال څنګه و نه پېژندل شو.

 

د دې موضوع په اړه پلټنې لا روانې دي او چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د الحمامي د پخوانۍ منعې معلومات له فلای دوبۍ یا د متحده عربي اماراتو له اړوندو ادارو سره شریک شوي وو که نه.