صوابۍ (شال نیوز) : نامتو پښتون لیکوال، څېړونکی او صوفي سید طاهر بخاري باچا د ۹۶ کلونو په عمر مړ شوی دی. نوموړي د خپل ژوند نږدې اته لسیزې د پښتو ادب، څېړنې، تصوف او سیمهییز کلتور خدمت ته ځانګړې کړې وې.
بخاري باچا د پښتو د نامتو شاعر او صوفي امیر حمزه خان شینواري، حمزه بابا، له نږدې ملګرو څخه و او د هغه له روحاني او ادبي مکتب سره یې ژوره اړیکه لرله. هغه د حمزه بابا له روحاني ځایناستو څخه هم ګڼل کېده.
بخاري باچا د پښتو ژبې، ادب او تصوف په اړه لیکنې او څېړنې کړې وې او د پښتني ټولنې د ادبي او روحاني دودونو د خوندي کولو لپاره یې اوږد کار کړی و. د هغه د ژوند یوه مهمه برخه له شاعرانو، لیکوالو او د تصوف له حلقو سره په علمي او ادبي اړیکو کي تېره شوې وه.
د هغه جنازه د صوابۍ ضلعې په پلرني کلي کي شوې او وروسته خاورو ته سپارل شوی دی. د جنازې په مراسمو کي د خېبر پښتونخوا لیکوالو، شاعرانو، ادیبانو، د تصوف له حلقو سره تړلو کسانو او د سیمې خلکو ګډون کړی دی.
د سید طاهر بخاري باچا په مړینه د پښتو د ادبي او فرهنګي حلقو یو شمېر غړو خواشیني څرګنده کړې او د پښتو ادب او تصوف لپاره یې د هغه اوږدمهاله کار یاد کړی دی.


شال نیوز