نوښار (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په پبي سیمه کي پولیس وايي، پر یوه ځوان د وسلې په زور د جنسي تېري په تور یې د یو کس پر ضد مقدمه درج کړې ده.
د شال نیوز خبریال سید ندیم مشواڼي د پولیسو له قوله وايي، پېښه د پبي تاڼې په چوکي ممریز سیمه کي شوې ده. د پولیسو په وینا، ضیاءالرحمان نومي ځوان تر پېښې وروسته روغتیايي حالت خراب شوی او تورن کس له سیمې تښتېدلی دی.
پولیس وايي، اغېزمن ځوان یې د طبي معاینې لپاره په پبي کي میا راشد میموریل روغتون ته رسولی دی. د پولیسو په وینا، طبي معاینې د جنسي تېري نښې تایید کړې دي.
د پبي پولیسو د یاسر په نوم د کندي تازه دین د یوه اوسېدونکي پر ضد د پاکستان د جزا قانون د ۳۷۶مې مادې له مخې مقدمه درج کړې ده.
پولیس وايي، تورن کس تر اوسه نه دی نیول شوی او د هغه د نیولو لپاره هڅې روانې دي. تر اوسه د تورن کس یا د هغه د وکیل دریځ نه دی ترلاسه شوی.


ندیم مشواني