دوبۍ (شال نیوز) : په دوبۍ کې د پاکستان کونسلګرۍ د «پاسبان» په نوم د بانکي حوالو د انعامي طرحې په اړه د پوهاوي غونډه کړې ده.
د پاکستان د حکومت د معلوماتو ادارې د اکتوبر پر دویمه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د نېشنل بانک د متحده عربي اماراتو ډلې ګډونوالو ته د دې طرحې په اړه معلومات ورکړل.
د پاکستان سټېټ بانک وايي، د دې طرحې له مخې به هر کال ۱۶ اربه پاکستانۍ روپۍ د هغو کسانو ترمنځ د نغدو انعامونو په توګه وېشل کېږي چې له بهر څخه استول شوې پیسې د رسمي بانکي لارو ترلاسه کوي.
د طرحې له شرایطو سره سم، یو کس هغه وخت د قرعهکشۍ لپاره وړ ګڼل کېږي چې په دریو پرلهپسې میاشتو کې هره میاشت لږ تر لږه د ۱۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت حواله خپل بانکي حساب ته ترلاسه کړي. د هر ۱۰۰ ډالرو پر حواله یوه د قرعهکشۍ شمېره ورکول کېږي او ګډون وړیا دی.
قرعهکشي به هرې درې میاشتې کېږي. لومړی انعام ۱۰ کروړه روپۍ دی، شل کسان به هر یو دوه نیم کروړه، سل کسان به هر یو یو کروړ او ۲۴۰۰ کسان به هر یو لس لکه روپۍ ترلاسه کوي. لومړۍ قرعهکشي د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ پر ۱۵مه ټاکل شوې ده.
د پاکستان قونسل جنرل حسین محمد له بهر مېشتو پاکستانیانو غوښتي چې پاکستان ته د پیسو د لېږلو لپاره رسمي بانکي لارې وکاروي.


شال نیوز