پوليس چارواکي وايي، چې د هنګو او اورکزو ترمنځ سرحدي سيمه ،دورړي بانډه، کې د وسلوالو پرضد د روانو عملیاتو په مهال، په بازار کې پر ولسي ودانيو پرله پسې مارټر ګولۍ غورځېدو لا امله ۶ ځايي کسان وژلی شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

 

د هنګو ضلعي پوليس افسر طارق حبيب ويلي، په سيمه کې د وسلوالو د موجودګۍ په اطلاع عمليات پېل شوي وو چې دا مهال يې دوهمه ورځ ده او لا هم دوام لري۔

 

بلخوا د ضلعې انتظاميې مشر ،ګوهر زمان وزير، رسنيو ته ويلي، چې د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات روان ساتلي دي۔

 

د هنګو ضلعې هيډکوارټر روغتون چارواکو د ۶ مړو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې په ټپیانو کې د پنځو ټپيانو حالت حساس دی او د نورې درملنې لپاره کوهاټ او پېښور ته لېږدول شوي دي۔

 

د پېښې وروسته سيمه ييزو خلکو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د امن او امان د ټينګښت او د ولسي وګړو د خونديتوب لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي۔