جنیوا (شال نیوز) : بلوڅ ملي غورځنګ وايي، استازو یې په جنیوا کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په روانه ۶۳مه غونډه کي د پاکستان د بلوچستان صوبې د بشري حقونو وضعیت، جبري لادرکۍ او په ځینو سیمو کي د هوايي بریدونو موضوع پورته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۳مه عادي غونډه د سپتمبر پر اوومه په جنیوا کي پیل شوې او د اکتوبر تر اوومې روانه ده. د شورا د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کي د بېلابېلو هېوادونو د بشري حقونو پر وضعیت بحثونه کېږي او حکومتونه، څارونکي، د بشري حقونو ادارې او غیرحکومتي سازمانونه پکي د ګډون او وینا زمینه لري.
بلوڅ ملي غورځنګ د اکتوبر پر لومړۍ په خپاره کړي بیان کي ویلي، غړې یې مهره بلوچ په خپله وینا کي د بلوڅ ښځو او نجونو وضعیت یاد کړی او ویلي یې دي چې جبري لادرکۍ، نیونې او پر سولهییزو سیاسي فعالیتونو محدودیتونه د ښځو او د هغوی د کورنیو پر ژوند اغېز کوي.
د غورځنګ بل غړي احمد بلوچ د سوراب د سپتمبر د ۱۲مې پېښه یاده کړې او ویلي یې دي چې په یوه هوايي برید کي شپږ ملکي کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي وو. د هغه په وینا، په وژل شویو کي یوه ښځه او دوه کلن ماشوم هم شامل وو.
احمد بلوچ ویلي، پاکستان د دغې مرګژوبلې لامل پټ چاودېدونکي مواد بللي وو، خو ده ویلي چې د سیمې انځورونه او ویډیوګانې د هوايي برید نښې ښيي. هغه د زهري او د شال د چلتن سیمې هم یادې کړې او ویلي یې دي چې هلته هم هوايي ځواک کارول شوی دی.
بلوڅ ملي غورځنګ د بلوچستان د بشري حقونو د وضعیت د خپلواکې څارنې، د پېښو د پلټنو او سیمې ته د نړیوالو ادارو د لاسرسي غوښتنه کړې ده. د هوايي بریدونو، جبري لادرکیو او مرګژوبلې په اړه پورته معلومات د بلوڅ ملي غورځنګ د استازو څرګندونې دي او شال نیوز یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.
بلوڅ ملي غورځنګ دا معلومات د اکتوبر پر لومړۍ خپاره کړي، خو په خپاره شوي بیان کي نه دي ویل شوي چې مهره بلوچ او احمد بلوچ خپلې یادې ویناوې د شورا په کومه ورځ کړې وې.


شال نیوز