د باجوړ ضلعې پولیسو ډي ایس پي ،نیاز محمد، ویلي دي چې ،د مې په ۷مه، د تحصیل ماموند په ډمه ډوله سیمه کې، د امنیتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځه د عملیاتو پر مهال ډزې شوي، چې له امله یې دوه ماشومان وژلی شوي او څلور نور کسان ژوبل شوي دي.
د چارواکو په وینا، ټول ژوبل شوي کسان د ملکانه ډمه ډوله اوسېدونکي دي، چې د علاج لپاره د خار هیډکوارټر روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
د باجوړ تحصیل ماموند په قبایلي سیمو کې په جنګ ځپلو سیمو کې یادیږي. کال ۲۰۲۵م کې په دې تحصیل کې د وسلوالو پرضد پراخ عملیات ترسره شوي وو چې له امله یې نږدې یو لک خلک کډوال شوي وو.
د دوه میاشتو عملیاتو نه پس دا سیمه “کلیئر” اعلان شوې وه او خلک بېرته خپلو کورونو ته استول شوي وو، خو ځایي خلک وايي چې د پراخ عملیاتو باوجود دلته د ناامنۍ په پېښو کې کمی ندی راغلی.

حسبان الله باجوړې