د کشمیر د «اصف فوجي» وروستۍ قضیه یوازې د یوه کس د ناسم هویت خبره نه ده. دې پېښې یو ځل بیا هغه لویه ستونزه مخې ته راوړې چې د هند، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي او پوځي کړکېچ پر مهال یې اغېز لا ډېر ښکاره کېږي: یوه ادعا خپرېږي، رسنۍ یې له بشپړ تایید پرته اخلي، ټولنیزې رسنۍ یې پراخوي او څو ساعته وروسته هماغه ادعا د ډېرو خلکو په ذهن کي د حقیقت بڼه غوره کوي.

 

د سپټمبر پر ۳۰مه د هند د کورنیو چارو وزارت وویل چې امنیتي ځواکونو د کشمیر د بډګام ضلعې په خان صاحب سیمه کي د لشکر طیبه یو قوماندان وژلی دی. هند د هغه نوم «موسی عرف آصف فوجي» ښودلی و.

 

خو وروسته ځینو هندي رسنیو د وژل شوي کس په اړه نور معلومات خپاره کړل. په راپورونو کي هغه د پاکستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو پخوانی سرتېری وبلل شو او د محمد آصف په نوم د یوه پخواني پاکستاني پوځي معلومات هم ورسره وتړل شول.

 

کیسه هغه وخت بدله شوه چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د پاکستان د پوځ ویاند لیفټننټ جنرل احمد شریف چوهدري همدا محمد آصف د خبریالانو مخې ته ژوندی حاضر کړ.

 

محمد آصف وویل چې د پاکستان د پنجاب صوبې د اټک ضلعې د پنډي ګېب اوسېدونکی دی، په ۲۰۰۰م کال کي پوځ ته داخل شوی، وروسته یې د ځانګړو ځواکونو سره دنده کړې او په ۲۰۲۳م کال کي د حوالدار په رتبه تقاعد شوی دی.

 

د هغه ژوندي راڅرګندېدو لږ تر لږه یوه خبره روښانه کړه: هغه محمد آصف چې معلومات یې په ځینو راپورونو کي له وژل شوي کس سره تړل شوي وو، ژوندی دی.

 

خو دا په خپله نه ثابتوي چې هند په بډګام کي وسله وال نه دی وژلی. اصلي ناحل شوې پوښتنه دا ده چې هلته وژل شوی کس په حقیقت کي څوک و او د محمد آصف شخصي او پوځي معلومات څنګه له هغه سره وتړل شول؟

 

همدا پوښتنه موږ د سیمې د رسنیو یوې پراخې ستونزې ته رسوي.

 

یوه سرچینه، لسګونه «تاییدونه»

 

په هند، پاکستان او افغانستان کي د جګړې، هوايي برید، سرحدي نښتې او وسله وال برید په لومړیو ساعتونو کي معلومات زیاتره د حکومت، پوځ، استخباراتي سرچینو، وسله والو ډلو یا ټولنیزو رسنیو له حسابونو راځي.

 

ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې یوه رسنۍ دغه معلومات خپاره کړي، بله رسنۍ یې د لومړۍ رسنۍ په حواله واخلي او درېیمه رسنۍ بیا د دویمې په حواله هماغه خبره خپره کړي.

 

څو ساعته وروسته لوستونکي ته داسې ښکاري چې درې یا څلور بېلابېلو سرچینو خبر تایید کړی دی. خو که د معلوماتو لړۍ شاته وڅېړل شي، ډېر ځله ټولې لارې یوې سرچینې ته رسېږي. د یوې ادعا لس ځله تکرار د لسو خپلواکو سرچینو معنا نه لري.

 

سرعت د کره والي ځای نیسي

 

ډیجیټل ژورنالېزم د خبر سرعت بې ساري کړی دی. رسنۍ غواړي خبر تر سیال مخکې خپور کړي، خو همدغه سیالي کله ناکله د تایید لپاره وخت کموي. په ټولنیزو رسنیو کي فشار تر دې هم زیات دی. یو احساساتي سرلیک، تصویر یا لنډه ویډیو په څو دقیقو کي میلیونونو کسانو ته رسېدای شي.

 

که وروسته خبر ناسم ثابت شي، اصلاح یې عموماً د لومړني ناسم خبر په اندازه خلکو ته نه رسېږي. همدلته ناسم معلومات خپل ژوند پیلوي.

 

ملي احساسات ستونزه لا غټوي

 

د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې پوځي نه دی؛ له لسیزو راهیسې ورسره سیاسي او ملي احساسات هم تړلي دي. پاکستان او افغانستان هم اوږده سرحدي، امنیتي او سیاسي اختلافونه لري.

 

په داسې چاپېریال کي هغه خبر ډېر ژر خپرېږي چې د مقابل لوري ماتې، دروغ، مرګ‌ژوبله یا کمزوري وښيي. لوستونکی هم کله ناکله هغه معلومات ژر مني چې د هغه له مخکېني تصور سره برابر وي.

 

په دې توګه رسنۍ یوازې د خبر د انتقال وسیله نه پاتې کېږي؛ د متقابلو روایتونو د جګړې برخه ګرځېدای شي. له غلط خبر څخه د ولسونو ترمنځ کرکې ته د دې بهیر تر ټولو خطرناکه پایله دا ده چې د یوه حکومت یا پوځ پر ضد غوسه ورو ورو د یوه ولس پر ضد په غوسه بدله شي.

 

د یوه هندي چارواکي یا رسنۍ تېروتنه د ټولو هندیانو عمل نه دی. د پاکستان د پوځ یا حکومت یوه پرېکړه د ټولو پاکستانیانو دریځ نه دی. همدارنګه د طالبانو، د افغانستان د پخوانیو حکومتونو یا د کومې افغان سیاسي ډلې عمل د ټولو افغانانو استازیتوب نه کوي.

 

خو په ټولنیزو رسنیو کي دا کرښه ډېر ژر ورکېږي. یوه پوځي پېښه د «هندوانو»، «پاکستانیانو»، «افغانانو»، «پښتنو»، «بلوڅو» یا بلې ټولنې پر ضد په عمومي تور بدلېږي. له همدې ځایه ناسم معلومات د کرکې لپاره مواد برابروي.

 

درې واړه هېوادونه څه بایلي؟

 

تر ټولو لومړی زیان د رسنیو اعتبار ته رسېږي. که یوه رسنۍ څو ځله ناسم یا نیمګړی خبر خپور کړي، لوستونکی وروسته د هغې پر سم خبر هم شک کوي. دویم زیان د خلکو ترمنځ باور ته رسېږي. د حکومتونو او پوځونو اختلاف ورو ورو د ولسونو ترمنځ په بې باورۍ بدلېږي.

 

درېیم خطر تر دې هم جدي دی. هند او پاکستان اټومي وسلې لري او څو ځله یې مستقیمې پوځي نښتې کړې دي. په داسې چاپېریال کي جعلي ویډیو، ناسم پوځي خبر یا د یوې حملې غلطه منسوبول یوازې د رسنیو یوه تېروتنه نه ده؛ دا د خلکو پر احساساتو او د کړکېچ پر فضا اغېز کولای شي.

 

پاکستان او افغانستان کي هم د هوايي بریدونو، سرحدي نښتو او وسله والو ډلو په اړه متضاد معلومات د دواړو غاړو ترمنځ بې باوري نوره ژوره کولای شي.

 

مصنوعي ځیرکتیا نوی خطر زیات کړی

 

اوس ستونزه یوازې د زاړه تصویر یا غلط نوم نه ده. مصنوعي ځیرکتیا داسې غږ، تصویر او ویډیو جوړولای شي چې د عادي لیدونکي لپاره یې د اصلي او جعلي ترمنځ توپیر ستونزمن وي.

 

د یوه سیاستوال جعلي غږ، د یوه جنرال جعلي بیان، د یوې چاودنې مصنوعي تصویر یا د بلې جګړې ویډیو په څو دقیقو کي د روانې پېښې په نوم خپرېدای شي. د ژورنالېزم پخوانۍ پوښتنه ــ «سرچینه څوک ده؟» ــ اوس لا مهمه شوې ده.

 

د «آصف فوجي» قضیه څه را زده کوي؟

 

د محمد آصف قضیه د ژورنالېزم لپاره یوه ډېره ساده پوښتنه پرېږدي: که ویل کېږي یو کس وژل شوی، د هغه هویت چا او څنګه تایید کړی؟

 

د حکومت بیان خبر دی، خو په خپله خپلواک تایید نه دی، د پوځ خبره د پوځ دریځ دی، د وسله والې ډلې بیان د هغې ډلې ادعا ده، او د یوې بلې رسنۍ راپور دویم خپلواک ثبوت نه ګڼل کېږي، تر څو معلومه نه شي چې هغې خپل معلومات له کومه کړي دي.

 

په دې قضیه کي د محمد آصف ژوندي راڅرګندېدل ښيي چې د یوه کس د هویت په اړه خپاره شوي معلومات لږ تر لږه په مهمه برخه کي ناسم وو. خو د ژورنالېزم دنده باید دلته هم د یوه لوري د بریا اعلان نه وي.

 

بله پوښتنه باید دا وي: نو په کشمیر کي وژل شوی کس څوک و؟

 

همدا د ژورنالېزم او تبلیغ ترمنځ توپیر دی. تبلیغ هغه ځای درېږي چې د خپل لوري لپاره مناسب ځواب پیدا کړي. ژورنالېزم له هغه ځایه بله پوښتنه پیلوي.

 

د هند، پاکستان او افغانستان خلک له وړاندې د جګړو، سرحدونو، سیاست او تاریخ له درانه بار سره ژوند کوي. رسنۍ باید دغه واټن نور پراخ نه کړي. ځکه د خبر په نړۍ کي تېروتنه کله ناکله یوازې تېروتنه نه وي.

 

یو غلط نوم د یوه انسان هویت بدلولای شي، یوه ناسمه ویډیو د میلیونونو خلکو احساسات پارولای شي، او یوه ناتایید شوې ادعا د درې ګاونډیو ولسونو ترمنځ موجوده بې باوري او کرکه نوره هم ژوره کولای شي.