ټانک (شال نیوز) : د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په ټانک ضلعه کي د چرګانو غوښه په ارزانه بیه پلورونکي دوکاندار مستقیم ویلي، هغه ته د دوکان خالي کولو دړکې ورکړل شوې دي. پولیس وايي، د شکایت له ترلاسه کولو وروسته یې ګام پورته کړی او دوکاندار ته یې د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

 

مستقیم، چې د ټانک په صابر بازار کي د چرګانو غوښه پلوري، شال نیوز ته ویلي چې دی له تېرو څو میاشتو راهیسې غوښه د نورو دوکاندارانو په پرتله په ارزانه بیه خرڅوي. د هغه په وینا، د ټیټې بیې له امله یې مشتریان زیات شوي، خو اوس د فردوس په نوم یو کس هغه ځوروي او د دوکان خالي کولو لپاره پرې فشار راوړي.

 

مستقیم له ضلعي انتظامیې او د ټانک د پولیسو له مشر څخه غوښتي چې د ده د خوندیتوب لپاره ګام پورته کړي. د موضوع له مخې، د ټانک سټي تاڼې مشر سمیع خان له مستقیم سره لیدلي او هغه ته یې د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.

 

سمیع خان ویلي، مستقیم ته به د قانون له مخې خوندیتوب ورکول کېږي او هیچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې قانون په خپل لاس کي واخلي. مستقیم دا هم ویلي چې د چرګانو غوښې په ارزانه بیه پلورلو له امله ځینې نور دوکانداران ورسره مخالفت کوي. شال نیوز د دې خبرې په خپلواکه توګه پخلی نه دی کړی.

 

د فردوس په نوم د هغه کس دریځ، چې مستقیم پرې د دړکو او ځورولو تور لګولی، تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.