د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس ،ذبیح‌ الله امیري، شال نیوز ته ویلي چې د دې ولایت په اشکاشم ولسوالۍ کې ،د مې په ۷مه، د نامتو ولسي سندرغاړي ،عبدالسلام مفتون، مېرمن «لیلما» د وسلوالو کسانو په برید کې وژل شوې ده.


د نوموړي په وینا، عبدالسلام مفتون او مېرمن یې د کار پر لور روان وو، چې ناپېژاندو وسلوالو پرې د ښکاري توپک په وسیله ډزې وکړې، چې له امله یې د مفتون مېرمن ځای پر ځای ووژلی شوه.

 

 

د عبدالسلام مفتون زوې | انځور بریال منګل


 

چارواکو تر اوسه د برید د انګېزې او د احتمالي بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.
 

عبدالسلام مفتون د افغانستان له پېژندل شوو ولسي سندرغاړو څخه ګڼل کېږي او د هغه د مېرمنې وژل کېدو د ټولنیزو رسنیو د ګڼو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي.