کابل - شال نيوز: نن د يکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کوربه توب يوه مهمه مشورتي ناسته پېل شوې، چې پکې د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو جګپوړي ډيپلوماتان ګډون لري. په دغه ناسته کې د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان استازي د سيمه ييزو همکاريو په موخه راټول شوي دي.
د افغانستان د طالبانو د عبوري حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند، حافظ ضيا احمد پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې دغه خبرې اترې نن سهار وختي پېل شوې. د هغه په وينا، په دې غونډه کې به د سياست، اقتصاد او امنيت په ګډون پر سوداګريزو اړيکو او د ترانزيټ پر پراختيا ګټور بحثونه وشي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير، مولوي امير خان متقي د غونډې د پرانيستې په وخت وويل چې د افغانستان په وړاندې د منځنۍ اسيا د هېوادونو چلند، چې پر اقتصادي او ترانزيټي همکارۍ ولاړ دی، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د باور داسې يوه بېلګه ده چې نور ترې ګټه اخيستلی شي. نوموړي زياته کړه چې د افغانستان د طالبانو د عبوري حکومت بهرنۍ تګلاره پر اقتصادي مرکزيت او له ګاونډيانو سره پر متقابل درناوي ولاړه ده.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان د طالبانو عبوري حکومت لا هم د نړۍ له خوا په رسمي ډول نه دی پېژندل شوی، خو کابل هڅه کوي چې د سيمې له هېوادونو سره د نږدې اقتصادي اړيکو له لارې خپله سياسي انزوا کمه کړي.

شال نیوز