پاړاچنار (شال نیوز) : د کرمې ضلعې له ټل تحصیل کمپلېکس سره نږدې د کرمې قامي مشرانو په یوه جرګه کې هوکړه شوې چې د سیمې مشران به د شخړو د هواري او د دایمي سولې د ټینګښت لپاره له حکومت، ضلعي ادارې، پولیسو او امنیتي ادارو سره ګډ کار کوي.

 

د ضلعي انتظامیې په وینا، دا جرګه د کوهاټ ډویژن د کمشنر سید معتصم باله شاه په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د کوهاټ سیمه‌ ییز پولیس مشر عرفان طارق، د کرمې مرستیال کمشنر فهد وزیر، د کرمې د پولیسو مشر ملک حبیب خان او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.

 

په جرګه کې د تیزۍ او خویدادخېلو قامونو مشرانو، د انجمن فاروقیه مشرانو او د لویې جرګې غړو هم ګډون کړی و. چارواکي وايي، په جرګه کې د کرمې د اوسنیو حالاتو په اړه خبرې وشوې او قامي مشرانو ژمنه وکړه چې د شخړو د هواري لپاره به د سیمې په ګټه له حکومتي ادارو سره همکاري کوي.

 

د کوهاټ کمشنر او سیمه‌ ییز پولیس مشر ویلي، په کرمه کې د امن او ثبات د بیا ټینګولو لپاره د قامي مشرانو همکاري د ستاینې وړ ده، خو هغوي باید له حکومتي ادارو سره په ګډه د قبایلي دودونو او رواجونو له مخې خپل مسؤلانه رول ولوبوي.

 

دوي خبرداری ورکړی چې حکومت به په سیمه کې د امن او نظم د خرابولو هڅې ونه زغمي او د داسې عناصرو پر وړاندې به قانوني او سخته کارروایي کېږي.

 

بلخوا د سیمې مشرانو او د انجمن فاروقیه مشرانو ډاډ ورکړی چې د سیمه‌ ییزو ستونزو او شخړو د هواري او د دایمي سولې د ټینګښت لپاره به له حکومت سره بشپړه همکاري کوي.