د افغانستان علما کونسل د پاکستان د جمیعت علماء اسلام (ف) ګوند له مشرانو او غړو سره د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس د وژنې په اړه ژوره خواخوږي او غمرازي څرګنده کړې ده.
علما کونسل په خپل بیان کې ویلي، چې د مولانا محمد ادریس وژل یوازې د یوې سیمي یا هېواد زیان نه دی، بلکې دا د اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه غمیزه ده. کونسل ویلي، چې د دیني عالمانو وژل ستر ظلم او نه بښونکی جرم دی.
په بیان کې د مولانا ادریس وژنه په سختو ټکو غندلی شوې او له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه شوې، چې د دیني عالمانو د هدفي وژنو مخه ونیسي او د داسې پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
همداراز د افغانستان علما کونسل د افغانستان او پاکستان دواړو حکومتونو ته غږ کړی، چې د دیني عالمانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د هغوي د ژوند ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس، چې د خیبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې د تورنګزو سیمي اوسېدونکی و، د مې میاشتې په ۵مه نېټه د چارسدې د اتمانزو تاڼې په حدودو کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.
د نوموړي وژنې په پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په ځانګړي ډول مذهبي حلقو او د جمیعت علماء اسلام (ف) پلویانو دغه پېښه په کلکه غندلې ده. د مې په ۶مه نېټه د جمیعت علما اسلام (ف) په غږ د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې احتجاجونه وشول. مظاهره چیانو د عالمانو پر ضد بریدونه د اندېښنې وړ وبلل او له حکومته یې د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه.
بل لور ته، په ټولنیزو رسنیو خپور شوي یو بیان کې، چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ،چې په داعش هم پېژندل کیږي، سره منسوب بلل کېږي، د دې برید مسوولیت منل شوی دی. خو تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دغه بیان د کره والي په اړه څه نه دي ویلي.

شال نیوز