لسبېله (شال نیوز) : د پاکستان د بلوچستان صوبې په لسبېله ضلعه کي د ځنګلي ژوو ساتنې ادارې شپږ نایابه بازان، چې د ناقانونه نیولو او ښکار له یوې قضیې سره تړلي وو، بېرته په طبیعي چاپېریال کي خوشي کړي دي.
د بي بي سي پښتو د راپور له مخې، دغه بازان د ساحلي ګارډ چارواکو نیولي وو او وروسته یې د بلوچستان د ځنګلي ژوو ساتنې ادارې ته سپارلي وو.
د ادارې یوه چارواکي محمد کاظم ویلي، مرغان د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته په داسې سیمه کي خوشي شوي چې د دوی د طبیعي ژوند لپاره مناسبه بلل کېږي.
چارواکي وايي، نایابه بازان د ناقانونه ښکار او سوداګرۍ له امله په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کي له جدي ګواښ سره مخ دي. ځینې بازان د خلیجي هېوادونو د ښکار لپاره په لوړه بیه اخیستل او پلورل کېږي، چې له همدې امله یې ناقانونه نیول دوام لري.
د ځنګلي ژوو د ساتنې چارواکي وايي، د ژمي په موسم کي له شمالي سیمو څخه ګڼ شمېر مهاجر مرغان بلوچستان ته راځي، خو ناقانونه ښکار او د مرغانو نیول د دوی د شمېر د کمېدو سبب ګرځي.
چارواکو ویلي، د نایابه مرغانو د ښکار او سوداګرۍ د مخنیوي لپاره یې په بېلابېلو سیمو کي څارنه زیاته کړې او د سرغړونکو پر ضد به قانوني کارروایي کوي


نعيم اچکزئي