کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستان د سند های کورټ افغان طبي محصلانو ته اجازه ورکړې چې خپلو ټولګیو ته ستانه شي او تر بل عدالتي حکم پورې خپلو طبي زده کړو ته دوام ورکړي. عدالت د پوهنتون انتظامیې ته دا هم ویلي چې د محصلانو بایومیټرک لاسرسی دې بېرته فعال او له هاسټلونو څخه دې نه ایستل کېږي.
دا تازه حکم د سپتمبر پر ۲۹مه د هغې قانوني لانجې په دوام کي ورکړل شوی چې د پاکستان میډیکل اینډ ډینټل کونسل، ، د افغان طبي محصلانو د زده کړو او په پاکستان کي د هغوی د پاتې کېدو په اړه د لارښوونو له خپرېدو وروسته پیل شوې ده.
پي ایم ډي سي د سپټمبر پر لومړۍ نېټه طبي او د غاښونو کالجونو ته ویلي وو چې له مخکې شامل افغان محصلان افغانستان ته د ستنېدو لپاره چمتو کړي. کونسل په روان تعلیمي کال کي افغانانو ته د نویو داخلو او ځایونو پر ورکولو هم بندیز لګولی و.
افغان محصلانو د دې پرېکړې پر ضد د پاکستان بېلابېلو عدالتونو ته عریضې کړې دي. د سند های کورټ د سېپټمبر پر ۱۴مه د هغو محصلانو په اړه د پي ایم ډي سي حکم موقتي ځنډولی و چې عدالت ته یې عریضه کړې وه، او چارواکي یې تر بلې اورېدنې پورې د هغوی پر ضد له اقدام څخه منع کړي وو.
د سپټمبر پر ۲۹مه د قضیې د بیا اورېدنې پر مهال د محصلانو وکیل افتخار شاه عدالت ته وویل چې جناح سند میډیکل یونیورسټۍ د عدالتي تحفظ باوجود ځینې افغان محصلان ټولګیو ته نه پرېښودل، بایومیټرک لاسرسی یې بند کړی و او له هاسټلونو څخه د هغوی د ایستلو لپاره یې هم ګامونه اخیستي وو.
عدالت پوهنتون ته امر وکړ چې د افغان محصلانو لاسرسی بېرته فعال کړي او تر راتلونکي حکم پورې یې زده کړې نه ګډوډوي. د محصلانو وکیل ویلي، پخوانی عدالتي تحفظ هم پر خپل ځای پاتې دی او محصلان په هاسټلونو کي اوسېدلی شي.
د وکیل افتخار شاه په وینا، په یوې عریضه کي ۲۹ او په بلې کي درې محصلان شامل دي، خو هغه ویلي چې وروستی شمېر به د عدالت د لیکلي حکم له مخې روښانه شي. ځینو نورو پاکستاني رسنیو د عریضه کوونکو شمېر تر دې لوړ ښودلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې داسې عمومي پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلان دې له پاکستانه وایستل شي. د وزارت په وینا، هغه افغان محصلان چې قانوني ویزې لري او په منل شوو تعلیمي پروګرامونو کي شامل دي، کولای شي خپلې زده کړې بشپړې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ او د لارښوونې د افغان طبي محصلانو د حالت په اړه قانوني ناڅرګندتیا رامنځته کړې ده. د راډیو ازادي د سېپټمبر پر ۳۰مه راپور ورکړی چې په پاکستان کي له زرو ډېر افغانان طبي زده کړې کوي او په دوی کي تر ۳۰۰ زیاتې ښځې هم شاملې بلل کېږي.
د ښځینه افغان محصلانو قضیه په ځانګړې توګه مهمه ده. په سند های کورټ کي ښځینه عریضه کوونکو ویلي چې افغانستان ته له ستنېدو سره به د دوی د طبي زده کړو د بشپړولو امکان له منځه ولاړ شي، ځکه د طالبانو حکومت ښځې له پوهنتوني زده کړو منع کړې دي.
دا قانوني لانجه یوازې په سند پورې محدوده نه ده. په پنجاب او خیبر پښتونخوا کي هم عدالتونو په ځینو قضیو کي افغان طبي محصلانو ته موقتي تحفظ ورکړی، په داسې حال کي چې بلوچستان های کورټ د افغان محصلانو د زده کړو او طبي روزنې د دوام یوه عریضه رد کړې ده. په اسلاماباد کي هم یوه افغان ډاکټر ته، چې د تخصص روزنه کوي، عدالتي تحفظ ورکړل شوی دی.
له همدې امله د پاکستان په بېلابېلو صوبو کي د افغان طبي محصلانو قانوني حالت لا یو شان نه دی او وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې. د سند های کورټ تازه حکم هم موقتي عدالتي تحفظ دی؛ یعنې د اصلي قضیې تر وروستۍ فیصلې پورې اړوندو محصلانو ته د زده کړو او هاسټلونو د دوام اجازه ورکوي.


شال نیوز