د پاکستان د دفاع وزیر ،خواجه آصف، اعلان کړی، چې د ډېره اسماعیل خان هوایي ډګر په بشپړه توګه بیا فعال شوی او د الوتنو لپاره چمتو دی. دا ګام د هغو هڅو برخه ده چې هدف یې په هېواد کې ،د ناڅرګندو وجوهاتو له امله، بند پراته هوایي ډګرونه بېرته پرانیستل دي.
د دفاع وزیر په وینا، دغه هوایي ډګر له ډېره وخته راهیسي د بې پامۍ ښکار و، چې له امله یې نه یوازې د خلکو په سفرونو کې ستونزې پیدا شوې وې، بلکې د سیمي تجارت هم زیانمن شوی و. نوموړي زیاته کړه چې حکومت غواړي په لرې پرتو سیمو کې هوایي سفرونه اسانه کړي ترڅو د لویو ښارونو بوج کم شي او د غریبو سیمو خلکو ته د کار او روزګار موقعې برابرې شي.
د الوتنو مهال، وېش او ګټې
که څه هم چارواکو تر اوسه د سوداګریزو الوتنو باقاعده وختونه نه دي ښودلي، خو د هوایي ډګر پرانیستل د سویلي خېبر پښتونخوا او نږدې ضلعو د اوسېدونکو لپاره یوه لویه بریا ګڼل کېږي. د سیمي سوداګرو او عامو خلکو د دې پرېکړې هرکلی کړی او وايي چې په دې سره به د لویو ښارونو پورې د سفر وخت کم شي.
د هوايي چلند ماهرین وایي چې د وړو ښارونو د هوایي ډګرونو فعالول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او دا کار نه یوازې د خلکو تګ راتګ اسانه کوي، بلکې د توکو انتقال او تجارت ته هم وده ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د حکومت دا هم په نظر کې لري چې په راتلونکي کې د ډېره اسماعیل خان او سکر هوایي ډګرونه د نړیوالو معیارونو مطابق لوړ کړي، خو اوس به ټول پام دې ته وي چې کله باقاعده مسافر وړونکې الوتکې له دې ځایه خپل سفرونه پیلوي، چې دا به د سیمي په پرمختګ کې یو نوی باب پرانیزي.

شال نیوز