کابل (شال نیوز) : د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس ملا عبدالحق همکار او د تاجکستان د برېښنا شرکت رئیس محمد عمر آسوزاده د افغانستان لپاره د تاجکستان د برېښنا وارداتو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

 

د افغانستان برېښنا شرکت په وینا، په دې لیدنه کې د وارداتي برېښنا د کچې لوړولو، د برېښنا لاینونو د پیاوړتیا او پراختیا او د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا پروژې د پلان او جوړولو په اړه بحث شوی دی.

 

د تاجکستان پلاوي له افغانستان سره د برېښنا د زیاتولو په برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی او دواړو لورو د موضوعاتو د تعقیب لپاره د تخنیکي او سوداګریزو ټیمونو د خبرو پر دوام هوکړه کړې ده.