کابل (شال نیوز) : د طالبانو ویاند ،ذبیح الله مجاهد، وايي، ځینې هېوادونه لا هم له طالبانو سره تعامل ته چمتو نه دي، خو ،د ده په وینا، د طالبانو حکومت هڅه کوي له ټولو هېوادونو سره اړیکې ښې او د هغوي باور ترلاسه کړي.
مجاهد د چهارشنبې، د سپتمبر ۳۰مې پر ورځ ویلي، طالبان غواړي له هغو هېوادونو سره هم اړیکې ښې کړي چې د افغانستان د جګړې پر مهال ورسره په مخالفت کې وو.
هغه وویل:
«موږ غواړو له نورو هېوادونو سره اړیکې ښې شي، د جګړې د وخت سیاستونه بدل شي او له هغوي سره مثبت تعامل ولرو.»
مجاهد وویل، طالبانو د پاکستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې لرلې دي او له چین او روسیې سره یې اړیکې «ډېرې ښې» وبللې.
د طالبانو ویاند دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د دوي حکومت د نړیوال رسمیت د ترلاسه کولو هڅې کوي.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بیا پر افغانستان واکمن شول، خو تر اوسه یوازې روسیې د دوي حکومت په رسمي ډول په رسمیت پېژندلی دی.
چین، ایران، متحده عربي امارات او د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري، خو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه، د بشري حقونو وضعیت او د پراخ سیاسي ګډون مسئله له هغو موضوعاتو دي چې د طالبانو او یو شمېر هېوادونو ترمنځ په خبرو کې مطرح شوې دي. طالبان وايي، د افغانستان د حکومت په رسمیت پېژندل باید له سیاسي شرطونو سره ونه تړل شي.


شال نیوز